پښتو,
د سمیعالدین ژوند یادونه او ژوندلیک
The Life and Legacy of Samiuddin Safi Zhouand – Preserved by the Zhouand Family Archive
پېژندنه او کورنۍ
خدایبښلی سمیعالدین ژوند د تاجالدین صافي زوی و. نوموړی په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د چاردي کلي په صاحبجمال سیمه کې زېږېدلی و. پلار یې دولتي مامور و او شاوخوا دولس جریبه ځمکه یې لرله. سمیعالدین ژوند یو ورور، معینالدین صافي، او یوه خور، لیلا صافي، لرل.
هغه دوه ودونه کړي وو. له لومړي واده یې پنځه لوڼې او یو زوی، او له دوهم واده یې درې زامن درلودل. ټول اولادونه یې لوړې زدهکړې لري؛ لور یې، ډاکټره ویدا ژوند صافي، په استرالیا کې دنده ترسره کوي.
زدهکړې
سمیعالدین ژوند تر یوولسم ټولګي پورې د لغمان په روښان لېسه او دولسم ټولګی په هرات کې ولوست. له ښوونیزو زدهکړو سره یې دیني علوم او انګلیسي ژبه هم زده کړل.
د کانکور له لارې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو؛ خو درې میاشتې وروسته د کورنۍ او دوستانو په مشوره د حقوقو پوهنځي ته تبدیل شو. سره له دې ځنډه، د خپل ټولګي لومړی نمره فارغ شو او وروسته د پوهنتون په علمي کادر کې شامل شو. نوموړي د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او هلته یې ماسټري ترلاسه کړه.
دولتي او علمي دندې
له راستنېدو وروسته، لومړی د تقنین ریاست مرستیال او بیا رئیس شو. د ده په مشرۍ د ګڼو قوانینو په تدوین کې کار وشو، چې د افغانستان جزا قانون او مدني قانون هم پکې شامل وو.
د نوراحمد اعتمادي د صدارت پر مهال د لویې څارنوالۍ مرستیال وټاکل شو او د عصري څارنوالۍ له بنسټاېښودونکو څخه ګڼل کېږي. وروسته د عدلیې وزارت معین او د محمدموسی شفیق د صدارت پر مهال د همدې وزارت سرپرست هم پاتې شو.
د جمهوریت دوره
د محمد داوود خان له کودتا او د جمهوري نظام له رامنځته کېدو وروسته، سمیعالدین ژوند د عدلیې وزارت د معین په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ. وروسته د لوړو زدهکړو لپاره امریکا ته ولاړ او یو کال وروسته هېواد ته راستون شو. د محمد داوود خان د فرمان له مخې، د مرکزي استیناف د عالي محکمې رئیس وټاکل شو.
د همدې دورې پر مهال، د پلان وزیر علي احمد خُرّم د مرجان په نوم د یوه ښوونکي له خوا ووژل شو. مرجان په لومړیو محکمو کې د اعدام په سزا محکوم شو؛ خو د سمیعالدین ژوند په مشرۍ د استیناف عالي محکمې دا سزا په عمري بند بدله کړه. نوموړي د اعدام له سزا سره اصولي مخالفت درلود.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له اوومې وروسته، یو ځل بیا د عدلیې وزارت د معین په توګه وټاکل شو. هغه به د دې دورې په اړه ویل:
«د عدلیې وزارت د دارالامان په ماڼۍ کې و. یوه ورځ نورمحمد ترهکي له حفیظالله امین سره د ماڼۍ لیدلو ته راغی. امین، ژوند ترهکي ته وروپېژاند. ترهکي وویل: “ژوند خو لا ژوندی دی؟!”»
د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي له شپږمې وروسته، د لویې څارنوالۍ د اصلاح چارې ور وسپارل شوې؛ خو د دولتي سیاستونو له مخالفت وروسته له دندې ګوښه شو. څه موده یې د پوهنتون د استاد په توګه کار وکړ. په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د درملنې لپاره هندوستان ته ولاړ او له هغه ځایه د تل لپاره استرالیا ته کډه شو.
ژوند په استرالیا کې
سمیعالدین ژوند له خپلې کورنۍ سره په سیډني کې اوسېده او تر تقاعد پورې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې دنده ترسره کړه. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې یې په کابل کې د اضطراري لویې جرګې په غونډه کې په استرالیا کې د مېشتو افغانانو د منتخب استازي په توګه ګډون وکړ.
وفات
خدایبښلی سمیعالدین ژوند د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په مارچ کې د استرالیا په سیډني ښار کې وفات او همدلته خاورو ته وسپارل شو.
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
الله تعالی دې وبښي، جنت الفردوس دې یې نصیب کړي او یاد دې یې تلپاتې وي.